کندهار کې ماین چاودنې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

21 ثور 1395 ساعت 10:58

امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د یوه ولسي وګړي په ګډون ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.


امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د یوه ولسي وګړي په ګډون ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، پولیسو لومړی په سیمه کې یو ماین موندلی او د انجینرۍ ټیم یې د خنثی کولو په موخه سیمې ته روان و، چې پر لاره بل ماین پرې چاودنه کړې.
نوموړي وویل، چې په دې چاودنه کې یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي او پنځه نور پولیس ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
په ورته وخت کې درانی وايي د پنجوايي ولسوالۍ په بدوان سیمه کې بیا دوه ماشومان چې په سیند کې یې لامبو کوله غرق او مړ شوي دي.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 79871

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79871/

جمهور
  https://www.jomhornews.com