د ننګرهار دیني علما:

هر څوک چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي مسلمانان نه دي

4 ثور 1395 ساعت 8:41

د ختیځ ننګرهار ولایت دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال و ویل هر هغه څوک چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي مسلمانان نه دي.


د ختیځ ننګرهار ولایت دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال و ویل هر هغه څوک چې له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي مسلمانان نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار دیني عالمانو دغه څرګندونې تېره ورځ د یوې غونډې پر مهال وکړه او د کابل د تېرې اونۍ خونړۍ برید یې وغانده.
دوی د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او په زغرده یې و ویل، چې د دولت د وسله والو مخالفینو جګړه د اسلامي اصولو خلاف ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه دیني عالمانو په خپلو خبرو کې ویلي، هر هغه څوک چې د وسله والو مخالفینو له لوري و وژل شي هغه شهید دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې د ننګرهار د حج او اوقافو ريیس مولوي عبدالظاهر حقاني ویلي، افغان وسله وال پوځ ملي او اسلامي انګېزه لري او هر هغه څوک چې ورسره جنګېږي مسلمانان نه دي.
دې غونډې ته د ننګرهار والي سلیم کندوزي و ویل چې د دولت وسله وال مخالفان د دیني عالمانو په شمول په هېچا صرفه نه کوي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 79154

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com