د ننګرهار د میخانیکي او مسلکي انستیتیوت نوې ودانۍ جوړه شوه

2 ثور 1395 ساعت 8:38

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د میخانیکي او مسلکي انسټېټیوټ نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د میخانیکي او مسلکي انسټېټیوټ نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکي وايي، دغه ودانۍ د ۱۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت له خوا جوړه شوې.
د پوهنې رئیس پوهندوی الله داد اسماعیلزي وویل، چې یاده ودانۍ د یو کال په موده کې جوړه اوګټې اخستنې ته وسپارل شوه، چې د ۲۴ اداري او درسي خونو تر څنګ په اړینو وسایلو سمباله ده.
د ننګرهار مرستیال والي د دې ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې له پوهنې وزارت نه مننه وکړه او د انسټېټیوټ محصلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې په ساتنه او پالنه کې یې له نورو مسؤولینو سره هر مهال مرسته وکړي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 79102

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79102/

جمهور
  https://www.jomhornews.com