د ملي امنیت مخکني رییس د انس حقاني د اعدام غوښتنه کړې

1 ثور 1395 ساعت 9:51

د افغانستان د ملي امنیت مخکني رییس رحمت الله نبیل د سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني د اعدام غوښتنه کړې ده.


د افغانستان د ملي امنیت مخکني رییس رحمت الله نبیل د سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني د اعدام غوښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل پر خپل فسبوک پاڼه لیکلي، چې که افغان حکومت له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادق او جدي وي نو د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني او لسګونه نور ترورېستان چې په اعدام محکوم دي باید اعدام کړي.
انس حقاني چې د حقاني شبکې یو وتلی او مشهور غړی دی، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ملي امنیت له خوا په کابل کې ونیول شو.
د ملي امنیت د معلوماتو له مخې انس حقاني د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني چې د ده ورور هم دی یاور و، چې د دغه شبکې له پاره یې ستراتېژیک پلانونه جوړول او په عربي هېوادونو کې یې د دې شبکې له پاره د مالي مرستو په ټولو کې لویه ونډه درلوده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 79059

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79059/

جمهور
  https://www.jomhornews.com