د ملي پولیسو د قربانیانو د اولادونو لپاره د زده کړو زمینه برابرېږي

31 حمل 1395 ساعت 9:32

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د قربانیانو د اولادونو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابروي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د قربانیانو د اولادونو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابروي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه یاد وزارت تېره ورځ د کاروان له خصوصي پوهنتون سره یو تړون لاسلیک کړ.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین مسعود احمد عزیزي د کاروان خصوي پوهنتون له مسؤلینو مننه وکړه چې د پولیسو د یتیمو ماشومانو لپاره یې د زده کړې زمینې د برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړه.
نوموړي د نورو خصوصي پوهنتونونو له چارواکو هم وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
د کاروان خصوصي پوهنتون رييس سید جاوید اندېش د ملي پولیسو د قربانیو ستاینه وکړه او دا یې خپل یو مکلفیت وباله.


کد مطلب: 79017

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/79017/

جمهور
  https://www.jomhornews.com