د کانونو او پټرولیم وزیر له خپلې دندې استعفا کړې

10 حمل 1395 ساعت 8:21

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیز داوود شاه سبا له خپلې دندې استعفا کړې، خو تر اوسه یط استعفا لیک د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا نه دی منل شوی.


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیز داوود شاه سبا له خپلې دندې استعفا کړې، خو تر اوسه یط استعفا لیک د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا نه دی منل شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند محی الدین نوري منلې چې ښاغلي داود شاه ولسمشر ته استعفا لیک لېږلی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
راپورونه وايي، چې ښاغلي داوود شاه سبا دا مهال له هېواده بهر ته تللی او له همغه ځایه یې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې ده.
تر اوسه پورې د کانونو د وزیر د واستعفا لامل نه دی څرګند شوی، خو ویل کېږي، چې د زورواکانو له لوري په خپل سر د کانونو پر لوټ اعتراض درلود او حکومته یې په دې برخه کې له جدي اقداماتو غوښتنه کوله.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 78304

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/78304/

جمهور
  https://www.jomhornews.com