د احمد شاه مسعود په وژلو تورن کس نیول شوی

8 حمل 1395 ساعت 8:42

لوېدیځې رسنۍ وايي، هغه کس چې د جهادي قوماندان احمدشاه مسعود په وژلو کې یې لاس درلود، په بلجیم کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.


لوېدیځې رسنۍ وايي، هغه کس چې د جهادي قوماندان احمدشاه مسعود په وژلو کې یې لاس درلود، په بلجیم کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لوېدیځې رسنۍ زیاتوي، چې دغه کس په اصل کې د بروکسل په وروستیو بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوی.
د برېتانیا ډيلی مېل ورځپاڼه وايي، نیول شوی کس عبدالرحمن امیرود نومېږي او دا هغه کس دی، چې څو ورځې وړاندې په بروکسل کې په شویو بریدونو کې هم لاس لري او دغه راز د افغانستان د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود په وژلو کې یې هم له وسله والو سره همکاري کړې وه.
یادې ورځپاڼه په خپل راپور کې لیکلي چې، عبدالرحمن امیرود د فرانسې اصلي اوسېدونکی دی او پر احمد شاه مسعود په برید کې د لاس لرلو له کبله یې اووه کاله بند هم تېر کړی دی.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې د پولیسو پلټنو کې څرګنده شوې، چې امیرود د بروکسل د تېرې سې شنبې له بریدګرو سره اړیکې درلودې او وړمه ورځ په بروکسل کې له پولیسو سره تر یوې لنډې نښتې وروسته په ټپي حالت کې ونیول شو.
باید وویل شي، چې احمد شاه مسعود په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو دوه ورځې وړاندې د افغانستان د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین سیمه کې د دوه عرب ځانمرګو له خوا و وژل شو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 78227

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/78227/

جمهور
  https://www.jomhornews.com