کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړی

7 حمل 1395 ساعت 7:38

امنیتي چارواکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله یو تن ټپي شوی او نور هېڅ ډول زیان نه لري.


امنیتي چارواکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې له امله یو تن ټپي شوی او نور هېڅ ډول زیان نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ د پلازمېنې کابل ښار په مکروریانو سیمه کې شوې ده.
د کابل مرستیال امنیه قوماندان سالم الماس رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې چاودنه په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې.
تر اوسه پورې د دغه چاودنې مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 78182

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/78182/

جمهور
  https://www.jomhornews.com