امریکا وايي یمن کې یې د القاعده لسګونه غړي وژلي

4 حمل 1395 ساعت 11:14

د امریکا دفاع وزارت وايي، په یمن کې یې د القاعده پر یوه مرکز هوايي برید کړی او د دغه شبکې لسګونه غړي یې وژلي دي.


د امریکا دفاع وزارت وايي، په یمن کې یې د القاعده پر یوه مرکز هوايي برید کړی او د دغه شبکې لسګونه غړي یې وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګونو زیاتوي، چې دغه برید تېره ورځ د یمن په یوه غرنی سیمه کې د القاعده ډلې پر یوه مرکز شوی.
د پنتاګون ویاند پیټر کوک ویلي، په دغه روزنیز کمپ کې تر ۷۰ ډېر القاعده وسله وال اوسېدل چې د هوايي برید نښه وګرځېدل.
په ورته وخت کې اسوشیټډ پرېس خبري آژانس د یمن د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویلي، چې دغه برید د هېواد سویل لوېدیځ لور د مکلا په ښار کې د القاعده مرکز ته څېرمه د پوځیانو پر پخوانی اډه چې القاعده نیولې وه شوی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 78136

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/78136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com