ننګرهار کې غلو د یوې کورنۍ ۸ تنه غړي ټپیان کړي

29 حوت 1394 ساعت 12:08

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوه کور ته وسله وال غله وراوښتي او د پيسو لوټلو پر مهال یې د ماشومانو په ګډون د یادې کورنۍ ۸ تنه غړي ټپیان کړي.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوه کور ته وسله وال غله وراوښتي او د پيسو لوټلو پر مهال یې د ماشومانو په ګډون د یادې کورنۍ ۸ تنه غړي ټپیان کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د نظر آباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې پنځه تنه وسله وال غله په یاده سیمه کې د عبدالوهاب په نوم د یوه تن کور ته د شپې ور اوښتي.
نوموړي زیاته کړه، چې غلو له دغه کور څخه دوه لکه کلدارې پټې کړې او کله چې د کور خلک پر راویښي شوي، له غلو سره یې نښته کړې.
دی زیاتوي، چې غلو د کورنۍ پر کسانو ډزې کړې، چې له امله یې خپله عبدلوهاب، د هغه مېرمن او شپږ ماشومان یې ټپیان شوي دي.
خوږیاڼی وايي، له پېښې سره سم پولیس سیمې ته رسېدلي، چې یو تن غل یې په ټپي حالت کې نیولی خو څلور نور په تېښته بریالي شوي، چې د نیولو له پاره یې لټون پیل شوی.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 78051

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/78051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com