هند، افغانستان ته تر ټولو لوی ملي بيرغ ډالۍ کړ

29 حوت 1394 ساعت 11:04

د نوي کال په رارسېدو سره هندوستان افغانستان ته تر ټولو ملي بیرغ ډالی او د وزیر محمد اکبرخان پر غونډۍ پورته شو.


د نوي کال په رارسېدو سره هندوستان افغانستان ته تر ټولو ملي بیرغ ډالی او د وزیر محمد اکبرخان پر غونډۍ پورته شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بیرغ د یوه هندي پانګوال نوین جندال له خوا د نیم میلیون ډالرو په لګښت جوړی شو دی.
یاد بیرغ تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزارت د مرستیال جنرال مراد علي مراد او نورو لوړ پوړو چارواکو له خوا د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې پورته کړل شو.
ښاغلي مراد په دغه مراسمو کې چې د نوي کال او بیرغ د پورته کېدو په اړه جوړ شوي و، امنیتي ځواکونو ته د نورز د امنیت په خاطر د تیارسي سپارښتنه وکړه.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې افغان ملي بيرغ به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې رپېږي او دوی به د هېواد له ملي واکمنۍ څخه په زغرده دفاع کوي.
د یادونې وړ ده، چې په لومړي ځل لوی بیرغ د تېر میلادي کال په سپتمبر کې افغانستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سوراج د سفر پر مهال ډالی شوی وو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 78050

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/78050/

جمهور
  https://www.jomhornews.com