پېښور کې یو افغان سوداګر وژل شوی دی

29 حوت 1394 ساعت 8:06

د خیبرپښتونخوا ایالت په پېښور کې یو افغان سوداګر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوی او مړی یې موندل شوی دی.


د خیبرپښتونخوا ایالت په پېښور کې یو افغان سوداګر د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوی او مړی یې موندل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وژل شوی افغان سوداګر د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی او ویل کېږي، چې د قیمتي ډبرو سوداګر و.
د پېښور پولیسو ویلي، دغه سوداګر ګل محمد نومېږي او مړی یې په یوه ځايي هوټل کې له یوې خونې چې په کې زندۍ شوی و، موندل شوی.
پولیسو دا مهال زیاته کړې، چې لومړی پلټنې ښيي دوه کسان همدې خونې ته ورغلي له دغه سوداګر سره یې څه وخت تېر کړی او بیا بېرته ترې تللي دي.
په دغه پلټنو کې معلومه شوې، چې همدا کسان د افغان سوداګر ګل محمد په وژلو کې لاس لري خو په اړه یې نورې پلټنې هم روانې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 78040

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/78040/

جمهور
  https://www.jomhornews.com