افغان کرکټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته هم ماته ورکړه

3 حوت 1394 ساعت 15:28

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۲۰ اوریزه کپ د غوراوي سیالیو په لوبو کې هانګ کانګ ته د ۶۶ منډو په توپیر سره ستره ماته ورکړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۲۰ اوریزه کپ د غوراوي سیالیو په لوبو کې هانګ کانګ ته د ۶۶ منډو په توپیر سره ستره ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبې د تېرې جمعې له ورځې راهیسې په بنګلدېش کې روانې دي افغانستان نن له هانګ کانګ سره لوبه تر سره کړه.
د لوبې پچه هانګ کانګ لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې لومړی توپ وهنه ورکړه، چې افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۷۹ هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري نجیب ځدراڼ ۶۰ ناسوځېدلې، اصغر ستانکزي ۴۹، شهزاد محمدي ۲۴، دولت ځدراڼ ۱۳ او کریم صادق ۱۰ منډې وکړې.
که څه هم د توپ وهنې په برخه کې د هانګ کانګ پیل ښه و، خو وروسته د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې تر ډېره ونه درېدل.
د هانکانګ ټوله لوبډله په ۱۷.۱ اور کې د ۱۱۲ منډو وسوځېدل او افغانستان ترې یاده لوبه د ۶۶ منډو په هدف سره وګټله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري محمد نبي ۴، راشد خان ۲، دولت ځدراڼ ۲ او شاپور ځدراڼ هم یو لوبغاړۍ له مخې لرې کړل.
باید وویل شي، چې نن متحده عربي امارات او عمان هم لوبه لري، که چېرې عمان لوبه وګټي نو بیا دا چانس شته چې افغانستان د اسیا جام سیالیو ته لار پیدا کړي.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 77119

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/77119/

جمهور
  https://www.jomhornews.com