هلمند کې ۲ زره باغونه جوړېږي

1 حوت 1394 ساعت 7:36

د افغانستان د کرنۍ اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وايي، راتلونکی ۱۳۹۵ کال به په هلمند ولایت کې ۲ زره د انګورو، انارو او نورو مېوو باغونه، فارمونه او د اوبو یو بند به جوړ شي.


د افغانستان د کرنۍ اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وايي، راتلونکی ۱۳۹۵ کال به په هلمند ولایت کې ۲ زره د انګورو، انارو او نورو مېوو باغونه، فارمونه او د اوبو یو بند به جوړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير اسد الله ضمير چې سویل لوېدیځه ولایتونو ته په سفر تللی تېره ورځ په هلمند ولايت كې د کرنې په برخه کې د ډېرو پروژو او پلانونو د پلي کېدو ژمنه وکړه.
ښاغلی ضمیر وايي، د دې ټولو پلانونو د تطبيق لپاره له درې سوه څخه تر پنځه سوه ميليونه افغانيو پورې بوديجه په پام کې نيول شوې چې د کرنې او اړوندو نورو برخو کې ولګول شي.
نوموړي وویل، که چېرې ځايي اداره او د هلمند اوسېدونکي په سمه توګه مرسته وکړي د پخوا په پرتله به د دوی د وزارت لخوا په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې درې برابره نورې پروژې هم پلې شي.
بلخوا د هلمند والي میرزا خان رحیمي هم د ځینو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل، په کجکي او ګرمسیر کې له پخوا څخه د پلان شويو کانالونو پروژه دې له سره پیل شي.
په ورته وخت کې بیا په هلمند کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رئيس سید احمد (ورور)وویل، چې اوس مهال هم په دې ولایت کې د ناسمو پروژو د تطبیق له كبله پر ۸۰ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي او د ځمکو د غصب لړۍ لا هم دوام لري.
د ده په وینا، که چېرې د کرنې په برخه کې نورې پروژې هم په دې ولایت کې پلې شي، نو د کوکنارو د کرکيلې بدیل به وګرځي.
جمهور آژانس:هلمند


کد مطلب: 76988

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com