خیبرپښتونخوا کې ۹پاکستاني سرتېري وژل شوي دي

29 دلو 1394 ساعت 9:50

رپوټونه وايي له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوه جلا بریدونو کې ۹ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.


رپوټونه وايي له ډېورنډ کرښې پورې غاړې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په دوه جلا بریدونو کې ۹ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه تېره شپه د خیبرپښتونخوا د مومند اېجنسۍ په یکه غونډ اپنډیالي سیمه کې رامنځ ته شوي.
ځايي چارواکي وايي، لومړی په پنډیالي سیمه کې د خاصه دار نومي امنیتي ځواکونو دوه تنه سرتېري د اوبو لګولو یوه پمپ ساتنه کوله چې پرې ډزې شوې او وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دوهمه پېښه د یکه غونډ په کړپه سیمه کې نامعلومه وسله والو کسانو د یاد ځواک پر یوې پوستې برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي.
د دغه وژل شویو کسانو مړي نېږدې روغتون ته لېږدول شوي، خو تر اوسه یې څوک په تړاو نه دي نیول شوي.
تر اوسه د بریدنو مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 76942

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com