ننګرهار کې د داعش زندان بېرته پر ښوونځيو بدل كړاى شو

29 دلو 1394 ساعت 7:23

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې هغه ښوونځی بېرته پرانستل شو، چې تر څه مودې وړاندې پورې د داعش زندان او محکمه په کې وه.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې هغه ښوونځی بېرته پرانستل شو، چې تر څه مودې وړاندې پورې د داعش زندان او محکمه په کې وه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ښوونځی د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې دی او د بیا پرانستې له پاره یې ننګرهار والي او په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ورغلي و.
ننګرهار والي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د شاهین ۱۸ په نوم عملیات بریالي روان دي او ګڼې سیمې له داعش څخه پاکې شوې دي.
نوموړي وویل چې د همدې عملیاتو پر مټ هغه ښوونځی بېرته پرانستل شو، چې د داعش زندان او محکمه په کې وه.
دی وايي، د ده سرک سیمې په دغه لیسه کې شاوخوا ۵۰۰۰ زره زده کوونکو زده کړې کولې او اوس يې ټول زده كوونكي بیرته ښوونځي ته ورستانه شوي.
په ورته وخت کې په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزیري ویلي، چې په ننګرهار کې یې د داعش پر وړاندې د جګړې له پيله تر اوسه شاوخوا ۱۰۰۰ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورآژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 76934

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76934/

جمهور
  https://www.jomhornews.com