ملي امنيت په ښځينه جامو کې د وسله والو یو قوماندان نیولی

28 دلو 1394 ساعت 12:30

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ریاست موظفینو، په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان چې ښځینه جامې یې په تن وې نیولی دی.


د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ریاست موظفینو، په پکتیکا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان چې ښځینه جامې یې په تن وې نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه طالب قوماندان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې نیول شوی.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوی طالب قوماندان حضر علي نومېږي، چې په چپي مشهور دی او د ګل صوف زوی دی.
خبرپاڼه وايي، دغه وسله وال قومندان چې ښځینه جامې یې پر تن وې باالفعل له یو میل کلاشینکوف ،څلور شاژورنو او دوه لاسي بمونوسره نیول شوی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې نیول شوي طالب قوماندان د لومړنیو څېړنو پر مهال په خپلو کړنو او د دولت ضد اعمالو په تر سره کولو اعتراف کړى دى.
باید وویل شي، چې دا په تېرو دوه اونیو کې څوم ځل دی، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په ښځینه جامو کې وسله وال نیول کېږي.
جمهورآژانس:پکتیکا


کد مطلب: 76922

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76922/

جمهور
  https://www.jomhornews.com