۰

فرانسه د افغانستان سره اوږدمهالو کلتوري همکاریو ته ژمنه ده

چهارشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۳
په کابل کې د فرانسې سفیر ژان میشل مارلو، د افغانستان سره په کلتوري برخه کي د خپل هیواد د اوږدمهالو همکاریو ژمنه وکړه.
فرانسه د افغانستان سره اوږدمهالو کلتوري همکاریو ته ژمنه ده
په کابل کې د فرانسې سفیر ژان میشل مارلو، د افغانستان سره په کلتوري برخه کي د خپل هیواد د اوږدمهالو همکاریو ژمنه وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مارلو دغه څرګندونې تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني سره په کتنه کې وکړې.
د افغانستان د لرغونپېژندنې د نقشې ترتیبولو پر پروسه د خبرو په لړ کې، ښاغلي مارلو د لاسته راوړنو ډاډ څرګند کړ. دغه پروسه چي د لرغونپوهني او تاریخي میراثونو د ساتلو ګڼ اړخونه تشکیلوي د څلورو لسیزو کار وګڼل سو.
ښاغلي مارلو د اوسمهال لپاره د څلور سوه پنځوس زرو یورو د مرستي تر څنګ، د دغې چارې سره د خپل هېواد اوږد مهال ملاتړ وښود.
دغه راز د فرانسې سفیر په کابل کې د فرانسوي انسټیټیوټ چې د یوه تروریستي برید له امله دوه کاله وړاندې زیانمن شوی وو د بیاپرانستلو تر څنګ په افغاني ژبو د فرانسوي مشهورو اثارو د ژباړلو خبره وکړه.
د نړیوالو کلتوري مسایلو د مسلکي زده کړو لپاره، ښاغلي ژان میشل مارلو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د ځوانانو د ور پېژندلو هیله وکړه تر څو د فرانسې په بېلابېلو بنسټونو کي روزنه ورکړه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي جهاني د افغانستان د لرغونو میراثونو په ساتنه کي د فرانسې د همکاریو څخه د منني او د فرانسې د سفارت له لوري د روانو پروژو د څرنګوالي تر بحث وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو پر تړون خبرې وکړې.
د افغانستان او فرانسې د کلتوري اړیکو د پراختیا په برخه کي د دواړو هیوادونو د کلتوري شخصیتونو د تګ راتګ او ناستو برابرولو د هوکړي ترڅنګ په افغانستان کي؛ لرغونو میراثونو ته د ګواښونو د له منځه وړلو په موخه د عامه ذهنیت جوړولو پر طرحه چي له مخي به یې فرانسوي کلتوري شخصیتونه افغانستان ته راځي، موافقه وشوه.
د افغانستان او فرانسې ترمنځ د کلتوري اړیکو او همکاریو د تړون طرحه بشپړه سوې چي تر اداري پروسې وروسته به په نږدې راتلونکي کي لاسلیک سي.
د یادوني وړ ده چي فرانسه د افغانستان په کلتوري چارو کي د تېري څه باندي یوې لسیزي راهیسي د ګڼو پروژو ملاتړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین