ننګرهاروالي:

هغه مسولین چې ولس ته خدمت نه کوي له دندو به یې لرې کړو

28 دلو 1394 ساعت 7:49

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي، د ولسوالیو هغه مسؤولین به له دندو لرې کړي، چې ولس ته خدمت نه کوي او په خپلو کړونو کې پاتې راغلي.


د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وايي، د ولسوالیو هغه مسؤولین به له دندو لرې کړي، چې ولس ته خدمت نه کوي او په خپلو کړونو کې پاتې راغلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې د یاد ولایت د لسو ولسوالانو،امنیې قوماندانانو،امنیت مدیرانو،قاضیانو او څارنوالانو سره په بېلابېلو ناستو کې وکړې.
ده له سیمه ییزه مسؤولینو وغوښتل، چې د ملي او سیمه ییزو پولیسو د تشکيل، په ولسوالیو کې د ټولو نظامي وسايطو او تجهیزاتو د شتون، د دولتي ځمکو، غاصبينو، قيمتي ډبرو د ویستلو او انتقال، قاچاقبرانو او تذکرو د ورکړې په اړه بشپړ معلومات ولایت مقام ته ژر تر ژره ورکړي.
والي په خپلو خبرو کې وویل، چې د حکومت اساسي موخه ولسونو ته ښه خدمات ترسره کول او د دوی ستونزو د حل کولو په ترڅ کې دوی ته سهولتونه برابرول دی.
نوموړي له مسؤولینو وغوښتل، چې د ولسونو د امنيت او د ښو خدماتو ترسره کولو په موخه په خپل منځ کې خپلې همغږۍ لا پیاوړي کړي او هره ستونزه چې رامنځته کیږي، باید د یادې همغږۍ په ترڅ کې ورته د حل لارې چارې ولټوي .
هغه همدا راز د ولسوالیو مسؤلینو ته امر وکړ،چې د امنیت د تامین په موخه تر وروستۍ کچې هڅې وکړي او د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې یې د دیني عالمانو،ځوانانو، مخورو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 76909

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76909/

جمهور
  https://www.jomhornews.com