د هرات پخوانی والي په اسلام آباد کې اختطاف شوی

24 دلو 1394 ساعت 7:12

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان د هرات ولایت پخوانی والي سید فضل الله وحیدي په پلازمېنه اسلام آباد کې د نامعلومه کسانو له خوا تښتول شوی دی.


پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان د هرات ولایت پخوانی والي سید فضل الله وحیدي په پلازمېنه اسلام آباد کې د نامعلومه کسانو له خوا تښتول شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی وحیدي تېره ورځ ماښام مهال د اسلام آباد په جناح مارکېټ سیمه کې تښتول شوی دی.
پاکستاني پولیس او په اسلام آباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، فضل الله وحیدي له خپلې کورنۍ سره یو ځای اسلام آباد ته تللی و، چې په یاده سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی.
پاکستاني چارواکي زیاتوي، چې د وحیدي د موندلو له پاره یې پلټنې او عملیات پیل کړي خو تر اوسه یې کوم څرک نه دی لګېدلي.
د دغه اختطاف مسؤولیت هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
وحیدي چې په افغانستان کې د کنړ او وروسته بیا د هرات والي و، پر پاکستان سختې نیوکې او انتقادونه کول او ویل به یې چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د افغانستان د حکومت یو پخوانی والي پرون د جمعې په ورځ ددغه هیواد په پلازمینې اسلام آباد کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 76756

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com