ولسمشرۍ ماڼۍ د جېمز کپلر څرګندونې رد کړې

22 دلو 1394 ساعت 7:22

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر جېمز کپلر وروستۍ څرګندونې ردوې چې ویلي دي د افغانستان حکومت به په روان میلادي کال کې له سياسي سقوط سره مخ شي.


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر جېمز کپلر وروستۍ څرګندونې ردوې چې ویلي دي د افغانستان حکومت به په روان میلادي کال کې له سياسي سقوط سره مخ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشری ماڼۍ مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي رسنیو ته په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د امریکا د استخباراتو د رییس دا څرګندونې تر ډيره د سیمې ګواښونه څېړي او په وینا یې دا څرګندونې مشخص افغانستان ته نه دي شوي.
د امريکا د ملي امنيت ادارې مشرجيمز کلپر وړمه ورځ د امریکا سنا مجلس ته ویلي و، چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط له ګواښ سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې وه، چې د سولې په تړاو د طالبان په شرایطو کې بدلون نه دی راغلی او که حالات همداسې دوام وکړي ګواښ به نور هم زیات شي.
خو یو شمېر افغان شنوونکي هم د امریکا د استخباراتو د مشر دغه څرګندونې رد کړې او وایي دغه ډول څرګندونې یوازې د عامه افکارو د ګډوډولو په موخه د امریکا د ګټو له پاره کېږي.
د سیاسي شنونکو په بارو امریکا او لوېدیوالو ۲۰۱۴ کال هم د افغانانو له پاره یوه توره بلا په ګوته کوله او له ګواښونو ډک کال یې باله خو هغسې نه وه.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم ویلي، چې ۲۰۱۶ کال به د افغانانو له پاره ګواښونکی نه بلکې د سولې او ثبات کال وي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 76695

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/76695/

جمهور
  https://www.jomhornews.com