استرالیا له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه

28 جدی 1394 ساعت 7:36

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د استرالیا صدراعظم مالکالم تورنبل پر دوه اړخیزو اړیکو، له افغانستان سره د استرالیا د مرستو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې د بهیر، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په باب خبرې وکړې.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د استرالیا صدراعظم مالکالم تورنبل پر دوه اړخیزو اړیکو، له افغانستان سره د استرالیا د مرستو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې د بهیر، بشري حقونو او د ښځو د حقونو په باب خبرې وکړې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د استرالیا صدراعظم مالکالم تورنبل تېره ورځ کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې وکتل.
ولسمشر غني د استرالیا له صدراعظمه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د استرالیا د مرستو په خاطر مننه وکړه او د استرالیا له حکومته وغوښتل چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
دغه راز ولسمشر غني د استرالیا له صدراعظمه دا غوښتنه هم وکه، چې هېواد یې له افغانستان سره د اوبو د ادارې په برخه کې تخنیکي مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د استرالیا صدراعظم په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو قوماندان ته لارښوونه وکړه چې هر هغه څه چې د افغانستان حکومت ورته اړتیا لري، په پام کې ونیسي.
نوموړي وویل، چې په افغانستان کې جګړې د افغانستان خلک سخت ځورولي او ډېرې ستونزې یې ورپه برخه کړې دي.
ښالي مالکالم ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر ۲۷۰ تنو ته لوړ کړي څو د افغان پوځ او ملي پولیسو سره د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 75584

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/75584/

جمهور
  https://www.jomhornews.com