جان کېمپل او راحيل شريف د افغانستان په اړه خبرې کړې

1 جدی 1394 ساعت 7:41

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کېمپل د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کېمپل د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د سیمې په عمومي وضعیت هم خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې کېمپل او شریف تېره ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې وکتل او په یادو مضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
که څه هم د دغه ناستې او خبرو پوره جزیات نه دي ورکړل شوي خو دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د لومړي وزیر نواز شريف په مشرۍ په يوې غونډه کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 74433

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com