داعش د بغلان بورکه ولسوالي طالبانو ته پريښې

30 قوس 1394 ساعت 7:26

د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، د داعش وسله والې ډلې د دې ولایت له بورکې ولسوالۍ نه وتلي او دغه ولسوالي یې وسله والو طالبانو ته پريښې.


د بغلان د ولایتي شورا غړي وايي، د داعش وسله والې ډلې د دې ولایت له بورکې ولسوالۍ نه وتلي او دغه ولسوالي یې وسله والو طالبانو ته پريښې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د بغلان د ولایتي شورا غړي حاجي محمد رسنیو ته ویلي، چې داعش له دې ولسوالۍ نه ننګرهار ولایت ته تللي دي.
د هغه په وینا چې په دې ولسوالۍ کې وړاندې داعش وسله وال ځای پر ځای شوي وو، خو کله چې د دوی او طالبانو تر منځ شخړې د منګړیتوب له لارې حل شوې داعش له بورکې و وتله او ننګرهار ولایت ته ولاړل.
د بغلان د ولایتي شورا غړي حاجي محمد زیاته کړې، چې اوس د بورکې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.
باید وویل شي، چې د بغلان ولایتي شورا رییس لا وړاندې په یاده ولسوالۍ کې د داعش پر شتون اندېښنه ښکاره کړې وه او له حکومته یې د هغوی پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې وه.
په بغلان کې نه یوازې وسله وال طالبان او داعش ډلې شتون لري، بلکې د جندالله په نوم وسله واله ډله هم شتون لري، چې د ولایتي شورا د مرستیال فیروزالدین ایماق په وینا جنیګالي یې د ازبکستان ازبک دي.
جمهور آژآنس:بغلان


کد مطلب: 74392

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com