د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې څلورمه لوبه کې هم زمبابوې ماته کړه

29 قوس 1394 ساعت 7:28

د افغانستان د ۱۹ کلنو نه د کم عمر ملي لوبډلې د زمبابوې له ۱۹ کلنو د کم عمر ملي لوبډلې نه څلورمه یوه ورځنۍ لوبه هم په خورا لوی توپیر سره وګټله.


د افغانستان د ۱۹ کلنو نه د کم عمر ملي لوبډلې د زمبابوې له ۱۹ کلنو د کم عمر ملي لوبډلې نه څلورمه یوه ورځنۍ لوبه هم په خورا لوی توپیر سره وګټله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې تېره ورځ په هند کې تر سره شوه، بچه زمبابوې لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
افغان توپ وهونکو په ۴۹.۴ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۶ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۶۸ هدف وټاکه.
په افغان توپ وهونکو کې نویدعبید، ۶۲ ، لوبډل مشر احسان الله ۵۱ او سید وحید الله شفق هم ۵۱ ، طارق ستانکزي ۳۷ او حضرت الله ځاځي ۲۱ منډې جوړې کړي.
د لوبې په دوهم پړاو کې د زمبابوې لوبډلې پیل ښه نه وو، او ژر ژر یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې.
دوی په ۳۶.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۵۹ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نجات مسعود او ظاهر خان څلور څلور او محمد ظاهر خان دوه لوبغاړي وسوځول.
باید وویل شي، چې د دغه څلورو واړو لوبو په ګټلو سره د دې سریز جام هم افغان لوبډلې وګاټه.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 74350

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74350/

جمهور
  https://www.jomhornews.com