حنیف اتمر وايي د سولي ټينګښت د سيمي په کچه مهم دی

23 قوس 1394 ساعت 7:48

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې په کچه مهم دی.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې په کچه مهم دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې تېره ورځ د خپل کار په دفتر کې په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د لوی سفیر یو جینګ سره په کتنه کې کړې دي.
په دې لېدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په څنډه کې د افغانه ولسمشر سره د چین د بهرنیو چارو وزیر د لېدنې او د افغانستان، چین، متحدو ایالاتو او پاکستان د څلور اړخیزو خبرو اترو د پرېکړو پر تطبیق خبرې وشوې.
د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې ژمن دی، چې د څلور اړخیزو مذاکراتو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د پاکستان د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې له هغه هېواد سره همکاري وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې هېواد یې امېدوار دی، چې د سولې لپاره د څلور اړخیزو مذاکراتو د اړوندو طرفونو د همکارۍ ژمنې به په پوره صداقت پلې سي.
د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې ټینګښت د ټولې سیمې په ګټه دی او د افغانستان بې ثباتي د ټولې سیمې امنیت متاثرولای شي.
په دې لېدنه کې پر یو شمېر نورو دوه اړخیزو مسلو هم خبرې وشوې.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 74116

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74116/

جمهور
  https://www.jomhornews.com