ازبکستان، افغانستان ته د برېښنا صادرات ۱۰سلنه زیاتوي

23 قوس 1394 ساعت 7:25

ازبکستان وايي، په راتلونکي میلادي کال کې به افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات ۱۰ سلنه زیات کړي او د برېښنا مزو غځولو په برخه کې به افغانستان سره خپلو همکاریو تیار دی.


ازبکستان وايي، په راتلونکي میلادي کال کې به افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات ۱۰ سلنه زیات کړي او د برېښنا مزو غځولو په برخه کې به افغانستان سره خپلو همکاریو تیار دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د برېښنا دا زیاتوالی د افغانستان او ازبکستان له یوې تازه موافقې سره سم په راتلونکي میلادي کال کې پیلېږي.
دا موافقه تاشکند ته د افغانستان د اقتصادي پلاوي د سفر په لړ کې لاسلیک شوه او ازبکستان افغان پلاوي ته ویلي چې د افغانستان په نورو پرمختیايي چارو لکه د برېښنا د مزو د غځولو په برخه کې د همکاریو زیاتولو ته تیار دی.
د ازبکستان د برېښنا دولتي شرکت «ازبک ارکو» له ۲۰۰۷ م کال راهیسي افغانستان ته د برېښنا صادرات پیل کړي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 74113

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com