د پاکستان دفاع وزیر:

د ټاپي پروژې د امنیت لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړو

22 قوس 1394 ساعت 8:11

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې د امنیت په اړه به له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.


د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې د امنیت په اړه به له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې خواجه اصف دغه څرګندونې د بي بي سي له اردو څانګې سره په یوه مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د ټاپي پروژه د دې له پاره چې د پاکستان د انرژۍ ستونزې حل کړي ډېره مهمه ده او په وینا یې پاکستان به د اړتیا په صورت کې د دې نل لیک د ستانې له پاره په طالبانو کې له خپل نفوذ نه کار واخلي.
باید وویل شي، چې د ټاپي پروژې عملي کار نن پیلېږي، چې د پیل مراسمو له پاره یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند او پاکستان لومړي وزیران هم ورغلي دي.
دغه پروژه چې کار یې نن پیلېږي ۱۷۰۰ کیلومتره اوږد پایپ لاین دی، چې د دوو کلونو په موده کې به د ۱۰ ملیارد ډالرو په لګښت جوړ شي.
دغه نل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او له هغه ځایه هند ته غځول کېږي، چې افغانستان ته به د کال له ۴ تر ۵ سوو میلیونو ډالرو د کال ټکس ورکوي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 74068

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74068/

جمهور
  https://www.jomhornews.com