ملګري ملتونه:

د کندوز په جګړه نېږدې ۱۰۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 قوس 1394 ساعت 8:03

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په هغه جګړه کې چې یوه میاشت وړاندې د افغانستان په کندوز ولایت کې وشوه، نېږدې ۱۰۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په هغه جګړه کې چې یوه میاشت وړاندې د افغانستان په کندوز ولایت کې وشوه، نېږدې ۱۰۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې یاد راپور کې ویل شوي، دغه جګړه چې پر مهال یې کندوز ولایت مرکز د څو ورځو له پاره د وسله والوطالبانو لاس ته ولوېد د جګړې اکثریت قربانیان ولسي وګړي دي.
د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر بنسټ په دې جګړه کې ۲۸۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵۵۹ تنه نور ژوبل شوي دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي، دغه کسان د طالبانو لاس ته د کندوز د لویدو او بیرته د افغان ځواکونو له لوري د هغه د نیول کیدو پر مهال د دواړو لورو له خوا وژل شوي دي.
دغه راز په دې راپور کې ویل شوي، هغه بمبار چې د امریکايي ځواکونو له خوا په کندوز ولایت کې د بې پولې ډکترانو په روغتون شوی، په کې ۳۸ تنه وژل شوي دي، چې ۱۴ یې ډاکتران او نرسان او ۲۴ تنه یې ناروغان دي.
خو د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، په روغتون په برید کې ټولټال ۴۲ تنه وژل شوي دي.
باید وویل شي، چې کندوز تر نیولو وروسته د دریو ورځو له پاره د وسله والو طالبانو په لاس کې و، خو افغان ځواکونو په دوه اونیو کې بېرته امنیت په کې خوندي کړ.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 74067

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74067/

جمهور
  https://www.jomhornews.com