عراق کې موټر بم برید ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

22 قوس 1394 ساعت 7:48

رپوټونه وايي، په عراق کې پر یوه امنیتي پوسته د موټر بم ځانمرګي برید کې د پوځ د سرتېرو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


رپوټونه وايي، په عراق کې پر یوه امنیتي پوسته د موټر بم ځانمرګي برید کې د پوځ د سرتېرو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د سعودي عربستان پولې ته څېرمه د عراقي سرتېرو په یوه امنیتي پوسته شوې ده.
ویل کېږي، ځانمرګي برید کوونکي د عراقي پوځ جامې اغوستې وې او پر دغه پوسته یې موټر بم ځانمرګی برید کړی دی.
رسنۍ وايي، په دغه برید کې له پنځو تر شپږو سرتېري وژل شوي، چې یو په کې د سیمه ييز پوځي مرکز قوماندان هم شامل دی او دغه راز لس تنه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 74065

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com