ننګرهار کې یوې روسۍ ځانمرګي پنځه تنه وژلي

21 قوس 1394 ساعت 7:02

چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوې روسۍ ښځې چې ځانمرګې وه، د ځان په ګډون پنځه تنه په چاودنه کې و وژل.


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یوې روسۍ ښځې چې ځانمرګې وه، د ځان په ګډون پنځه تنه په چاودنه کې و وژل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پېښه د تېرې پنشنبې په ورځ په جلال آباد کې رامنځ ته شوې ده، چې په برید کې د دغه مېرمنې ماشومان هم وژل شوي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وايي، چاودنه لږ وروسته له دې وشوه چې امنیتي ځواکونو د یوې ښځې او د هغې د ۳ ماشومانو په شمول ۹ تنه بهرني سختدریځي، چې په روسي ژبه ږغېدل، ونیول.
نوموړي زیاته کړه، دا کسان د ملي امنیت ادارې ته یووړل شول او هلته ښځې په ځان پورې تړلو چاودېدونکي توکو ته چاودنه ورکړ.
د والي ویاند وايي، په دغه چاودنه کې خپله ښه، د هغې درې ماشومان او د ملي امنیت یو مامور وژل شوي دي.
دی زیاتوي، چې له نورو نیول شویو کسانو دا مهال پوښتنې روانې دي، خو تر اوسه د دغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی.
که چېرې دا مېرمن روسۍ وي، نو دا به لومړی ځل وي، چې یوه روسي مېرمن په افغانستان کې ځانمرګی برید کوي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 74018

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/74018/

جمهور
  https://www.jomhornews.com