ننګرهار کې ۱۶ وسله وال وژل شوي

17 قوس 1394 ساعت 14:28

امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید او د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید او د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي، چې دغه پېښې نن سهار د ننګرهار په خوګیاڼو او چپرهار ولسوالیو کې رامنځ ته شوي دي.
نوموړي وویل، چې لومړی نن سهار شاوخوا ۹ بجې د چپرهار ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
مشرقیوال زیاتوي، چې شاوخوا ۱۱ بجې بیا د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د خوګیاڼو ولسوالۍ په ادوړ سیمه کې د دولت پر وسله والو مخالفینو هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۶ داعش وسله وال وژل شوي وو.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 73905

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com