په داخلي برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي

17 قوس 1394 ساعت 11:43

امنیتي سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې د یوه داخلي برید په ترڅ کې ۱۲ تنه پولیس وژل شوي او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.


امنیتي سرچینې وايي، په کندهار ولایت کې د یوه داخلي برید په ترڅ کې ۱۲ تنه پولیس وژل شوي او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د پيرقدم په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دوه تنو پولیسو پر خپلو ملګرو برید کړی ۱۲ پولیس یې وژلي او د هغوی وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.
دغه سرچینې زیاته کړې، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي او داسې ښکاري چې دا کسان د وسله والو مخالفینو نفوذي کسان وو.
د کندهار د پولیس چارواکي هم د پېښې پخلی کړی خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي، چې د غورک ولسوالۍ په ده سبزي سیمه کې د ۱۴ پولیس وژلي او ۲ نور یې ژوندي نیولي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرماښام د کندهار ښار د ۹ حوزې اړوند د پرېښنا کوټ پر امنیتي پوسته هم د وسله والو خوا برید شوی و، چې د دوه برید ګرو په وژل کېدو او د دوه امنیتي سرتېرو په ټپي کېدو پای ته ورسېد.
جمهور آژآنس:هلمند


کد مطلب: 73888

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73888/

جمهور
  https://www.jomhornews.com