هلمند کې ۳۱ تنه پولیس او وسله وال وژل شوي

17 قوس 1394 ساعت 11:41

سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۳۱ تنه وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۳۱ تنه وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه جګړه وړمه شپه د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د نیولو له پاره بریدونه پیل کړل.
د خانشین ولسوال حاجي تورجان هلمندوال وايي، وړمه شپه سلګونو وسله والو د ولسوالۍ د نیولو له پاره بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له خوا ورسره کلک مقاومت وشو.
نوموړي زیاته کړې، چې په جګړه کې ۱۷ تنه ملي پولیس او دوه تنه سرحدي پولیس وژل شوي او دغه راز ۸ تنه نور سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په دې جګړه کې ۱۲ تنه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي او وسله والو د قریه نو په نوم دوو امنیتي پوستو چي یوه د سرحدي او دوهمه يې هم د ملي پولیسو اړوند وې نیولې دي.
په ورته وخت کې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قوال اردو قومندان جنرا ل معین فقیر وايي، دوی په سیمه کې تازه عملیات پلان کړي او ژر به تازه دمې افغان ځواکونه د خانشین ولسوالۍ د دفاع لپاره دغې سیمې ته ورسیږي.
وسله والو طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ویې یې دی، چې ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې او یو شمېر سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
جمهور آژآنس:هلمند


کد مطلب: 73887

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73887/

جمهور
  https://www.jomhornews.com