هند افغانانو ته ۱۰۰۰ سکالرشیپونه ورکوي

17 قوس 1394 ساعت 7:10

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هند حکومت له افغانستان سره د ۲۰۱۶ کال لپاره افغان محصلانو ته ۱۰۰۰ سکالرشیپونه (بورسونه) ورکوي.


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هند حکومت له افغانستان سره د ۲۰۱۶ کال لپاره افغان محصلانو ته ۱۰۰۰ سکالرشیپونه (بورسونه) ورکوي.
د جمهورآژآنس د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزارت زیاتوي، چې هند دغه کار له افغانستان سره د خپل هیواد د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا په خاطر کوي.
د دوی په خبره چې په دې سکالرشیپونو کې پر لیسانس، مخکې، لیسانس او ماسترۍ سربېره د دوکتورا دوره هم شامله ده.
د لوړو زده کړو وزارت زیاتوي، چې شل تنه به په هند کې د ټولنپوهنې، تاریخ، مالیې، اقتصاد، کرنې او نورو برخو کې د دوکتورا لپاره معرفي شي.
د لوړو زده کړو وزارت له هغو محصلانو، چې غواړي په هند کې لوړې زده کړې وکړي، غوښتي چې د دې وزارت د سکالرشیپ څانګې ته ورشي، نور معلومات ترلاسه کړي او غوښتنلیکونه وروسپاري.
باید وویل شي، چې هند په تېرو ۱۴ کلونو کې په زرګونو افغانانو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره سکالرشیپونه ورکړي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 73875

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com