طالبانو د خپل مشر ملا منصور صوتي پیغام تر لاسه کړی

15 قوس 1394 ساعت 7:46

د وسله والو طالبانو ویاند وايي د خپل مشر ملا اختر محمد منصور صوتي پیغام ترلاسه کړی او له دې څرګندېږي چې نوموړی وژل شوی نه دی.


د وسله والو طالبانو ویاند وايي د خپل مشر ملا اختر محمد منصور صوتي پیغام ترلاسه کړی او له دې څرګندېږي چې نوموړی وژل شوی نه دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دغه صوتي پیغام کې ملا منصور تاکید کوي چې ژوندی دی او د طالبانو په منځ کې هرراز درز او اختلاف ردوي.
ذبیح الله مجاهد همداراز وویل چې د ملا اختر محمد منصور صوتي پیغام به ژر رسنیو ته واستوي، چې دغه پیغام نن د ځینو رسنیو له لوري خپور هم شو.
ذبیح الله مجاهد د منصور له قوله ویلي چې نوموړي ډېر کلونه کوچلاغ لیدلی نه دی.
که څه هم د ملا اختر محمد منصور په اړه ضد و نقیض راپوره خپرېږي، خو تر اوسه دقیقه نه ده معلومه چې نوموړی ټپي دی او که وژل شوی.
ځینې رسنیو بیا دا خپرونه هم خپاره کړي، چې د ملا منصور له ټپي کېدو وروسته د طالبانو شورا ملا هیبت الله اخندزاده د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
جمهورآژآنس:کابل


کد مطلب: 73776

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com