افغانستان کرکټ کې عمان ته ماته ورکړه

8 قوس 1394 ساعت 12:43

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړی شل اوریزه سیالې کې عمان لوبډلې د ۲۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړی شل اوریزه سیالې کې عمان لوبډلې د ۲۷ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې نن په اماراتو کې تر سره شوه، د لوبې پچه عمان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اورونو کې ۱۵۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.
د افغان لوبغاړو له خوا عثمان غني په زړه پورې لوبه وکړه، هغه د یوې شپږیزې او ۹ څلوریزو پر مټ په ۵۴ توپونو ۶۹ منډې وکړې.
کریم صادق ۲۶، سمیع الله شنواري ۱۷، شفیق الله شفق ۱۴ او ګلبدین نایب هم ۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د افغانستان هدف یې ۱۶۰ ته ورساوه.
خو عمان لوبډلې د لوبې په ۱۸.۱ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې وکړې او افغانستان په ۲۷ منډو لوبه ترې وګټله.
د توپ اچونې په برخه کې سید شېرزاد، ۳، یمن احمدزي ۲، سمیع الله شنواري ۲، روښان بارکزي ۲ او نسیم بړېڅ ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
باید وویل شي، چې افغانستان سبا ته هم له عمان لوبډلې سره بله شل اوریزه سیالي.
د یادونې وړ ده، چې افغان ملي لوبډلې تېره ورځ په ۲۰ اوریزه سیالې کې له هانګ کانګ لوبډلې ماته خوړلې وه.
دغه سیالۍ د ۲۰۱۶ کال د نړیوال کپ سیالیو له پاره تمریناتي سیالۍ دي، چې په لار اچول شوې دي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 73509

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73509/

جمهور
  https://www.jomhornews.com