د یوه ښوونکي په ګډون درې تنه وژل شوي

8 قوس 1394 ساعت 10:18

سیمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د یوه ښوونکي په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژلي دي.


سیمه ييز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې د یوه ښوونکي په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ په شیخي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د خاص اروزګان ولسوال محمد کریم کریمي وايي، وسله وال طالبان په یاده سیمه کې د محمد صدیق توکلي په نوم د یوه ښوونکي کور ته ورغلي، چې ښوونکي توکلي، د هغه زوی او د هغه کور مخې ته یې یو بل ولسي وګړی په ډزو وژلي.
نوموړي زیاته کړه، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالی شوي، خو امنیتي ځواکونو یې په اړه جدي پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه د یادې ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال او جهادي قوماندان جمعه ګل هم د مخ پټو ولسوالو له خوا وژل شوی دی.
جمهور آژانس:اروزګان


کد مطلب: 73499

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73499/

جمهور
  https://www.jomhornews.com