اتمر:

له ترهګرۍ سره مبارزه د ګاونډیو پرېکنده ملاتړ ته اړتیا لري

8 قوس 1394 ساعت 9:29

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرېکنده ملاتړ ته اړ لري.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پرېکنده ملاتړ ته اړ لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د روسیې له سفیر سره په کتنه کې کړې دي.
خبرپاڼه وايي، اتمر په دې کتنه کې یو ځل بیا یادونه کړې چې د افغانستان په باور د ترهګرۍ له منځه وړل د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې ګډې هڅې غواړي.
سرچینې ویلي چې د روسیې سفیر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د تګلارې ملاتړ کړی او یادونه یې کړې چې روسیه به په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 73497

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com