امریکا افغانستان ته ۶۵ بې پیلوټه الوتکې ورکوي

7 قوس 1394 ساعت 7:23

د امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان د افغان پوځ هوايي ځواک ته ۶۵ سکن ایګل بې پیلوټه الوتکې له پروزو سره ورکوي.


د امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان د افغان پوځ هوايي ځواک ته ۶۵ سکن ایګل بې پیلوټه الوتکې له پروزو سره ورکوي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې له دې څخه یې موخه د افغان ځواکونو ملاتړ او د وسله والو پر وړاندې په ښه توګه د عملیاتو تر سره کول دي.
د امریکا دفاع وزارت پنټاګونو د پنشبې په ورځ په خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ۶۵ بې پېلوټه الوتکو د ورکولو په لومړي ګام کې له یوې امریکايي کمپنۍ سره د ۷۰ ملیون ډالرو په ارزښت د ۸ سکن ایګل (ScanEagle) بې پېلوټه الوتکو قرارداد لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې ویل شي، چې د دغه قرارداد له مخې به د الوتکو پرزې هم واخلي او په دې معامله کې د روزنې چارې او په سیمه کې حمایوي اقدامات هم شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په واشنګټن کې له مېشتې (Insitu Inc) کمپنۍ سره د ۸ بې پېلوټه سکن ایګل الوتکو قرارداد په ۷۰ ملیونه، ۹ لکه ۴۱ زره ۳۱۰ ډالره لاسلیک شو.
په قرارداد کې ویل شوي چې دا کمينۍ به افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولټال ۶۵ بې پېلوټه الوتکو، پرزو، ملاتړ کوونکو وسایلو، او په سیمه کې حمایوي خدماتو د مهیا کولو ترڅنګ په افغانستان کې د سکن ایګل د روزنې مرکز جوړوي.
امریکا په داسې حال کې افغانستان ته بې پیلوټه الوتکې ورکوي، چې وړمه ورځ روسیې یو ځل بیا چمتوالی ښودلی، چې له افغانستان سره د وسلو او مهماتو مرستې ته چمتوه ده او افغان حکومت هم ویلي، چې د دوی د روسیې مرستې په ورین تندي مني.
جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 73446

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com