کنړ کې د یوه کور د لوېدو له امله ۳ تنه وژل شوي

4 قوس 1394 ساعت 10:48

په کنړ کې د سرې میاشې کارکوونکي وايي، د دې ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یو کور نړېدلي، چې له امله یې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په کنړ کې د سرې میاشې کارکوونکي وايي، د دې ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې یو کور نړېدلي، چې له امله یې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
په کنړ کې د سرې میاشتې کارکوونکی عتیق الله وايي، دغه کور په تېره زلزه کې زیانمن شوی و، چې تېره شپه ناڅاپا نړېدلی.
نوموړي زیاته کړه، چې د کور د نړېدو له امله درې تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي، خو د کنړ چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې نېږدې یوه میاشت وړاندې افغانستان یو قوي زلزلې ولړزواه چې له امله يې په ګڼو ولایتونو مرګ ژوبلې رامنځ ته او ګڼ کورونه یې زیانمن کړل.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 73392

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com