پاکستانۍ پیلوټه د الوتکې د سقوط په پېښه کې مړه شوه

4 قوس 1394 ساعت 7:59

د پاکستان د هوايي ځواکونو یوه پیلوټه مریم مختار د تمریني پرواز پر مهال د الوتکې د سقوط له امله مړه شوې ده.


د پاکستان د هوايي ځواکونو یوه پیلوټه مریم مختار د تمریني پرواز پر مهال د الوتکې د سقوط له امله مړه شوې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان پوځ وايي، دا پېښه تېره ورځ د میانوالي سیمې ته نږدې د هوايي ځواکونو د ورځني تمرین پر مهال شوې ده.
پاکستاني پوځ زیاته کړې، چې مریم مختار او ثاقب عباسي د تمرین په وروستي پړاو کې له بیړني وضعیت سره مخامخ شول او الوتکې یې سقوط وکړ.
باید وویل شي، مریم مختار د پاکستان د هوايي ځواک لومړۍ ښځينه پیلوټه ده چې دندې د ترسره کولو پر مهال مړه شوه.
جمهور آژنس:کابل


کد مطلب: 73384

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com