طالبانو په فاریاب کې د ویشتلې څرخکې سپرلي نیولې ده

4 قوس 1394 ساعت 7:04

وسله والو طالبانو په فاریاب کې د ملي اردو یو چورلکه ویشتې، چې بېړنۍ ناسته یې کړې او سورلي یې طالبانو ژوندي نیولي دي.


وسله والو طالبانو په فاریاب کې د ملي اردو یو چورلکه ویشتې، چې بېړنۍ ناسته یې کړې او سورلي یې طالبانو ژوندي نیولي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې افغان او امریکايي چارواکو وویل چې یوه ایم آی – ۱۷ څرخکه د سې شنبې په ورځ مخکې تر دې چې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په غزتېپه سیمه کې پر مځکه کښېني، په راکټ وویشتل شوه.
په فاریاب کې د ملي اردو د ۲۰۹ قول اردو د لومړۍ لوا ویندوی جګړن رضا رضايي هم دا خبره تایید کړه او ویلي یې دي، چې یاده سیمه د طالبانو په کنټرول کې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې ملي اردو سیمې ته ځواکونه استولي چې د طالبانو له لوري ۱۴ تنه یرغمل شوي کسان وژغوري.
په ورته وخت کې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس ته یوه شاهد ویلي چې څرخکه وروسته له دې چې پر مځکه په زور کښېناسته، اور یې واخیست.
د فاریاب یوه بل چارواکي دغه اژانس ته ویلي چې په څرخکې کې ۱۶ تنه سپاره ول او ټول طالبانو نیولي دي.
د افغانستان د هوايي ځواک ویندوی ډ‌ګروال محمد بهادر وویل چې دا څرخکه د افغان هوايي ځواک نه ده بلکې د یوې شخصي کمپنۍ هیلي کوپتر ده.
د امریکا په دفاع وزارت کې یوه جګپوړي مامور، د خپل نوم د نه څرګندېدو په شرط اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د څرخکې دوه پېلوټان نه افغانان او نه امریکایان دي، هغوی د یوې قراردادي کمپنۍ لپاره کار کاوه.
خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 73379

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com