زابل کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي

3 قوس 1394 ساعت 7:42

امنیتي سرچینې وايي، په زابل ولایت کې څلورو تنو سیمه ییزه پولیسو ته د وسله والو طالبانو په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي سرچینې وايي، په زابل ولایت کې څلورو تنو سیمه ییزه پولیسو ته د وسله والو طالبانو په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د کوچنۍ ښار په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د یادې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې سیمه ییز پولیس په یاده سیمه کې پر ګزمه بوخت و، چې وسله والو پرې برید کړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې برید کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت منلی، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په پکتیکا ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو یو قوماندان عبدل هم د ناپېژانده وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
جمهور آژآنس:زابل


کد مطلب: 73342

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73342/

جمهور
  https://www.jomhornews.com