ننګرهار کې د داعش ډلې مرستیال مشر ونیول شو

2 قوس 1394 ساعت 13:04

چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهارولایت کې د داعش وسله والې ډلې لوړ پوړی مرستیال مشر سبز علي نیولی دی.


چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهارولایت کې د داعش وسله والې ډلې لوړ پوړی مرستیال مشر سبز علي نیولی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې د داعش دغه مرستیال مشر په جلال آباد ښار کې د ملي امنیت مؤطفینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوی.
نوموړي زیاته کړه، چې د داعش نیول شوی مرستیال سبز علي نومېږي او د پلټنو پر مهال یې په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
د والي ویاند وویل چې سبزعلي له څه مودې راهسیې په جلال آباد ښار کې په تخریبي او ترهګر فعالیتونه کول، خو د هویت په اړه یې څه ونه ویل.
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د حیدر علي په نوم یو پاکستانۍ وسله وال چې د پاکستان د صوات اوسېدونکی نیولی.
جمهورآژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 73317

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73317/

جمهور
  https://www.jomhornews.com