>> جمهور - درې برمته شوي ولسي وګړي د وسله والو له منګولو خلاص شول - نسخه قابل چاپ

درې برمته شوي ولسي وګړي د وسله والو له منګولو خلاص شول

2 قوس 1394 ساعت 10:42

په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، د وسله والو مخالفینو له خوا درې تنه برمته ولسي وګړي د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې راخوشي شول.


په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، د وسله والو مخالفینو له خوا درې تنه برمته ولسي وګړي د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې راخوشي شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه درې تنه ولسي وګړي نن د افغان ملي پوځ د عملیاتو په ترڅ کې راخوشي کړای شوي دی.
په ختیځ کې د افغان پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسؤول محمد نعمان هاتفي وايي، وسله والو مخالفینو تېره ورځ د کنړ ولایت د ناړې ولسوالۍ اړونده سیمه کې د ولسي وګړو پر موټر وسله وال برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د وسله والو په دغه برید کې یو ولسي وګړی ټپي شوی او درې تنه هغوی له ځان سره وړي وو.
د هغه په وینا د پېښې سره سم د دوهمي پلې لوا اړوند ځواکونه سیمې ته ورغلل چې له وسله والو سره یې نښته رامنځ ته شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د نښتې پر مهال وسله وال په تېښته بریالي شول خو هغه درې تنه ولسي وګړي چې برمته کړي یې و تر راخوشي شول.
تر اوسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په زابل ولایت کې هم له برمته شویو ولسي وګړو څخه ۹ تنه یې پرون راخوشي شوي دي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 73308

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73308/

جمهور
  https://www.jomhornews.com