ننګرهار کې ۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 قوس 1394 ساعت 10:33

امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته کې ۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته کې ۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي، چې دغه نښته تېره ورځ د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په پتلو او جوکان سیمو کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو په دغه سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان امنیتي ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ شول.
دی وايي، چې د وسله والو به برید کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو په متقابل برید کې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د مشرقیوال په خبره په وژل شویو کې د وسله والو یو سرګروپ هم شامل دی او دغه راز یو تن وسله وال اسماعیل مشهور په اسد له یو میل کلاشنکوف، یوې پایه مخابرې او د کلاشنکوف له شپږو شاجورونو سره ژوندی نیول شوی دی.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په لغمان ولایت کې هم د افغان ځواکونو د یوه هوایي برید په ترڅ کې ۱۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 73307

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com