نورستان کې ۹ تنه وسله وال نیول شوي

2 قوس 1394 ساعت 9:43

چارواکي وايي، افغان ځواکونو په نورستان ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۹ تنه وسله وال له وسلو سره یو ځای نیولي دي.


چارواکي وايي، افغان ځواکونو په نورستان ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۹ تنه وسله وال له وسلو سره یو ځای نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د نورستان د والي ویاند محمد موسی شامي زیاتوي، چې دغه وسله وال د مرکز پارون اړوند چتراش سیمه کې د کډو ځواکونو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، لومړی په یاده سیمه کې د پولیسو په رېنجر موټر د ماین چاودنه وشوه او وروسته افغان ځواکونو هلته عملیات تر سره کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې له دغه کسانو څخه یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې او نیول شوي کسان دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 73304

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73304/

جمهور
  https://www.jomhornews.com