۲۰ میله وسلې ډایاک پرواګرام ته وسپارل شوې

1 قوس 1394 ساعت 13:01

د افغان د چارواکو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول شوې ۲۰۰ میله بېلا بېل ډول سپکې او درنې وسلې په لوګر ولایت کې ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.


د افغان د چارواکو له خوا د عملیاتو پر مهال نیول شوې ۲۰۰ میله بېلا بېل ډول سپکې او درنې وسلې په لوګر ولایت کې ډایاک پروګرام ته وسپارل شوې.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې افغان ځواکونو دغه وسلې د لوګر ولایت له بېلا بېلو برخو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوې وې.
په لوګر کې د ځانګړو ځواکونو د لومړی لوا قومندان برید جنرال امان الله مبین نن د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل، چې وسلې د لوګر په ولایت کې د مختلفو عملیاتو په پایله کې د اتم کنډک د ځواکونو لخوا نیول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۱۰ میله راکټ ۵۹ میله کلاشینکوف ، ۱۱ میله پیکا، ۸۳ میله دراز نوف کربین او یولس ډزي، ۱۱مخابرې، ۶ ميله تفنګچې او یو شمېر مهمات شامل وو.
برید جنرال امان الله مبین وویل چې دغه ټول وسلې او مهمات يې نن د ډایاک پروسې د جنوب شرق زون مسؤل ته سپارلي دي.
نوموړي د لوګر د امنیت په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې افغان ځواکونه په خپل ټول توان سره له خپلې د دفاع له پاره چمتو دي.
جمهور آژآنس:لوګر


کد مطلب: 73281

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com