ننګرهار کې د داعش ۱۲ وسله وال و وژل شول

30 عقرب 1394 ساعت 12:02

سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال ۱۷ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.


سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال ۱۷ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو تر منځ دغه نښته د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، داعش وسله والو نن سهار درې بجې د اچین ولسوالۍ په عبدالخېل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو حملې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، چې د داعش له برید سره سم افغان ځواکونو په ځوابیه برید لاس پورې کړ، چې په ترڅ کې یې د داعش ۱۲ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې په دغه جګړه کې د افغان پوځ درې سرتېري هم ټپیان شوي او داعش وسله وال پر شاه تمبول شوي دي.
بل خوا په ختیځ کې د افغان پوځ او سرحدي ځواکونو چارواکي وايي، چې د داعش د دریو وسله والو جسدونه پر میدان پاتې شوي، چې په وینا یې پاکستانیان دي.
تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، اچین د ننګرهار ولایت یو له هغه ولسوالیو څخه ده، چې د داعش وسله وال په کې زیات فعالیت لري.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار


کد مطلب: 73219

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73219/

جمهور
  https://www.jomhornews.com